د زابل د ولايتي شورا مشر (عطاجان حق‌بیان) په يو بريد کې ټپي شوی 

روهي (درې نۍ/۳۱ د وري)، له زابل ولايته راپورونه وايي چې د دغه ولايت د ولايتي شورا مشر عطاجان حق‌بیان په يو بريد کې ټپي شوی دی. د بريد ډول تر اوسه نه دی څرګند شوی. 

د عطاجان حق‌بیان کورنۍ هم پر نوموړي د بريد پخلی کوي او زياتوي چې دی اوس په ښه روغتيايي وضعيت کې دی. د زابل ولايتي ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

پنځه مياشتې وړاندې هم پر عطاجان حق‌بیان بريد شوی وو، چې په کې درې کسان وژل شوي او تر شلو نور کسان په کې ټپيان شوي وو. 

تر اوسه پر عطاجان حق‌بیان د بريد مسووليت چا نه دی منلی.