روهي (درې نۍ/۳۱ د وري)، د فېسبوک ادارې اعلان کړی دی چې څو مياشتې وروسته به خپل آپلېکېشن تازه يا آپډېټ کړي؛ اډيويي يا غږيزه برخه به په کې ور زياته کړي.
د فېسبوک بنسټګر مارک زاکربرګ رسنيو ته ويلي دي چې دوی به داسې يوه برخه فېسبوک کې جوړه کړي، چې له لارې به يې غږيزې ژوندۍ خپرونې او همدا ډول غږيزې نور برنامې Live Audio Rooms تر سره شي.
په نوې ځانګړنه کې به د Soundbites په نوم برخه هم شامله وي، چې د فېسبوک کارکوونکي به وکولی شي، لنډ غږيز کلېپونه جوړ او پورته کړي.
فېسبوک ټولنيزې رسنۍ ويلي دي چې د فېسبوک د غږيزې برخې د بډايه کېدو لپاره کار روان دی او هڅه کيږي چې نوښتګرې ځانګړنې په کې دننه شي. ټاکل شوې ده چې نېږدې د څلور مياشتو په دننه کې به د فېسبوک آپلېکېشن له غږيزې برخې سره آپډېټ شي.
وروستي