
روهي (درې نۍ/۳۱ د وري)، د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز رسنيو ته تائيد کړې ده چې نن سهار د کابل ښار دولسمې ناحيې اړوند احمد شاه بابا سيمه کې دوه پولیس وژل شوي دي.
پېښه نن سهار شااوخوا اته بجي، د دولسمې ناحيې، لومړي بلاک سيمه کې شوې ده. بريدګر له پېښې وروسته تښتېدلي دي. تر اوسه د پېښې مسووليت چا نه دی منلی.
امنيتي مسوولينو ويلي دي چې د دغه پېښې په اړه پلټنې کوي.