
روهي (درې نۍ/۳۱ د وري)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان، هلته د تحريک لبيک سياسي ګوند له خوا وروستي تاتريخوالي غندلي دي او ويلي دي چې پاکستان کې د اسلام او دين له نوم ځيني ناوړه ګټه پورته کوي.
عمران خان ويلي دي چې تحريک لبيک ګوند د فرانسې سره د ډپلماټيکو اړيکو په پرې کېدو ټېنګار کوي، خو دا کار فرانسې ته کومه ضربه نه رسوي، بلکې زيان او تاوان يې پاکستان ته دی.
نوموړي ويلي دي چې د تحريک ليبک په لاريونونو کې تر اوسه څلور پاکستاني پوليس وژل شوي دي، د پوليسو په شمول سلګونه ولسي وګړي ټپيان شوي هم دي.
د پاکستان لومړي وزير ويلي دي چې دوی هم هڅه کوي چې د اسلام د سپيڅلي دين پر وړاندې د سپکاويو مخه ونېسي، خو دا کار له سوله ييزو لارو کوي.
دوه ورځې وړاندې لاهور ښار کې د پوليسو او تحريک لبيک پلويانو ترمنځ نښته وشوه چې يو شمېر کسانو ته په کې مرګ - ژوبله ورسېده.