رحماني: پر طالبانو دې فشار راوړل شي چې د ترکيې کنفرانس کې برخه واخلي 

روهي (درې نۍ/۳۱ د وري)، ولسي جرګې تېره ورځ په خپلې عمومي ناستې کې د افغانستان د سولې بهير او په ځانګړي ډول د ترکيې په کوربتوب، استانبول کنفرانس په اړه خبرې کړې دي. 

د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني له ملګرو ملتونو او نورو هغه هېوادونو چې پر طالبانو اغيز لري، غوښتي دي، چې طالبان دې وهڅوي، ترڅو د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي. 

رحماني زياته کړې، "د سیمي له اغېزناکو هېوادونو او ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړو چې د ترکیې غونډې په درشل کې طالبان وهڅوي چې په دغې غونډه کې ګډون وکړي."

ټاکل شوې ده چې څلور ورځې وروسته د استانبول ناسته تر سره شي، خو طالبانو خبرداری ورکړی دی چې افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې په کومه نړيواله ناسته کې چې د سولې په اړه په کې خبري کيږي، برخه نه اخلي.