عمران خان: پاکستان د اسلام پر بنسټ جوړ شوی دی؛ دومره اسلام چې پاکستان کې دی د نړۍ بل هېڅ هېواد کې نشته 

روهي (دوه نۍ/۳۰ د وري)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان لاهور ښار کې د تېرې ورځې وسله والې نښتې په غبرګون کې ويلي دي چې سياسي - مذهبي ډلې ټپلې پاکستان کې له اسلام ناوړه ګټه پورته کوي او تاوتريخوالي جوړه وي. 

عمران خان ويلي دي چې دوی هڅه کوي په نړۍ کې د کفر وينې او په ځانګړي ډول د اسلامي سپيڅلتياوو د سپکاوي کړنو مخنېوي لپاره هڅې کوي، خو هغه لاريونونه پاکستان کې کيږي، دلته يې توان ډېر او لوېديځه نړۍ پر خبريږي هم نه. 

نوموړي د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي دي چې د پاکستان جوړښت د اسلام پر بنسټ شوی دی او دومره مينه او ملاتړ چې اسلام په پاکستان کې لري، د نړۍ په بل هېڅ هېواد کې نشته. 

د پاکستان په لاهور کې تېره ورځ د تحريک لبيک غورځنګ او پوليسو ترمنځ نښته وشوه چې تلفات يې درلودل. تحرير لبيک ګوند د پاکستان له حکومت غواړي چې د اسلام خوږ پيغمبر ته د سپکاوي له امله دې فرانسې سره اړيکې غوڅې او اسلام اباد څخه  دې د فرانسې سفير وشړي.