د پاکستان ستر مفتي (منيب الرحمن) پر پاکستاني پوليسو بريد ناوړه عمل دی 

روهي (دوه نۍ/۳۰ د وري)، د پاکستان د حلال يا مياشتې لېدو کمېټې پخواني مشر او د دغه هېواد مشهور مفتي منيب الرحمن تېره ورځ لاهور ښار کې د لاريون کوونکو او پوليسو ترمنځ شوی اخو - ډب غندلی دی. 

نوموړي ويلي دي چې پر پوليسو لاس پورته کول او پر وړاندې يې تاوتريخوالی ناسمه کړنه ده خوپه ورته وخت کې يې د پاکستان له حکومت غوښتي دي، چې بيا هم بايد له پام کار واخلي. 

نوموړي په لاهور ښار کې د وضعيت د عادي کېدو لپاره له خلکو او سوداګرو غوښتي دي چې د يوې ورځې لپاره خپلې هټۍ وتړي او کورونو کې پاتې شي. له دغه مفتي وراېخوا د عمران خان د حکومت مخالف مذهبي مشر مولانا فضل الرحمن هم پر پوليسو بريد غندلی. 

لاهور ښار کې تېره ورځ د تحريک لبيک لاريون کوونکو او پوليسو ترمنځ نښته وشوه، چې له امله يې دوه کسان وژل شوي او دولس پوليس يرغمل شوي وو.