د پاکستان تحریک لبیک له خوا نېول شوي پاکستاني پوليس بېرته حکومت ته ورخوشي کړل 

روهي (دوه نۍ/۳۰ د وري)، تېره ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې د تحریک لبیک پاکستان غورځنګ غړو او پاکستاني پوليسو ترمنځ اخو - ډب او نښته شوې چې تلفات يې هم درلودل. لاريون کوونکو او پوليسو پر يو بل ډزې کړې. 

د نښتې پر مهال د تحریک لبیک کسانو ۱۲ پاکستاني پوليس ژوندي ونېول او ځان سره يې يوړل. د پاکستان د کورنيو چارو وزير تېر بيګاه ناوخته وويل، چې نېول شوي پوليس پېرته خوشي شوي. 

تحریک لبیک پاکستان غورځنګ غړي د لاهور پوليس ملامتوي چې په تاوتريخوالي يې لاس پوري، د دوی دوه کسان ې وژلي او د لاريون کوونکو پر وړاندې يې له زور کار اخېستی. 

تحریک لبیک پاکستان کې يو بنسټ پاله مذهبي غورځنګ دی چې په فرانسه کې د حضرت محمد مصطفی ص د کارتون له جوړېدو وروسته د پاکستان له حکومت غواړي چې فرانسې سره خپلې اړيکې غوڅې او د فرانسې سفير له پاکستان وشړي.