اسماعيل خان: حکومت ته هېڅکله اجازه نه ورکوم چې مجاهدين بې وسلې کړي 

روهي (دوه نۍ/۳۰ د وري)، پخواني جهادي قومندان او د هرات پخواني والي تورن اسماعيل خان تېره ورځ هرات ولايت کې د خپلو ملاتړو يوه وسله واله ناسته رابللې وه. اسماعيل خان په يادې ناستې کې پر حکومت نيوکې کړې او خبرداري يې ورکړي دي. 

ناسته چې د محمد اسماعيل خان په کور کې جوړه شوې وه، د نوموړي سلګونه وسله وال ملاتړي يې ورته غوښتل شوي وو. دغه ناسته کې اسماعيل خان ويلي دي چې د هرات په هرې ولسوالۍ کې په زرګونه وسله وال کسان لري. 

نوموړي حکومت ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرې حکومت د مجاهدينو د بې وسلې کولو هڅه وکړي، نو دی به اجازه ورنه کړي او پر وړاندې به يې توند غبرګون وښيي. اسماعيل خان وايي چې د اړتيا په صورت کې به د خپلو وسله والو کسانو پر مټ له هرات دفاع وکړي. 

تورن اسماعيل خان ويلي دي چې د نظام د ساتلو پلوی دی او له نظام يې موخه ولسمشر او د هغې مرستيالان نه دي، بلکې درې ګونې قواوې دي، چې له سولې وروسته هم بايد پر خپل ځای پاتې شي.