ولسمشر غني پاکستان ته: که دوستي کوې او که دښمني؛ خو په څرګنده يې وکړه

روهي (یوه نۍ/۲۹ د وري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سهار شپږ نيمو بجو امنیتي ناسته کې برخه اخیستې وي؛ د افغانستان د سولې بهير؛ پاکستان او افغانستان پر اړيکو يې هم خبرې کړې. 

ولسمشر غني د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي دي، چې پاکستان بايد افغانستان سره هر څه څرګند کړي؛ پاکستان که دوستي کوي هم بايد په څرګنده يې وکړي او که چېرې دشمني يې هم وي، خو ښکاره دې وي. 
 

ولسمشر غني په کور دننه سیاسي څیرو ته په اشاره کې ويلي دي، چې دوه ټولګي او صفه شتون لري، د‌ جمهوريت او بلې خوا طالبان، که چېرې څوک په جمهوریت کې خوښ نه وي، نو دولت کې ورته ځای هم نشته. 
 
ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته هم ويلي دي چې ټاکنې دې وکړي او که بيا چېرې غواړي جګړه وکړي نو مونږ ویره نه بلکې غښتلې اراده لرو. 
 
د‌ يادونې وړ ده چې د نن سهار شپږ نيمو بجو ناسته کې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح هم شتون درلود او ولسمشر غني يو شمېر پوليسو ته دولتي مډالونه هم ورکړل.