جوبايډن: زه تر سپټمبر پوري له افغانستان ټول امريکايي پوځيان باسم؛ دا چې مخکې او وروسته څه پيښيږي، مونږ پوري اړه نه لري 

روهي (يوه نۍ/۲۹ د وري)، نيويارک ټايمز ورځپاڼې د سپينې ماڼۍ دننه د يو شمېر لوړپوړو چارواکو له خولې لېکلي دي، چې ولسمشر جوبايډن له افغانستانه د خپلو پوځيانو د وتلو پرېکړه په داسې ډول کړې، چې مشروطه بڼه نه لري. 

وړاندې له دې چې ولسمشر جوبايډن تر سپټمبر مياشتې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځيانو پرېکړه وکړي، نوموړي په سپينه ماڼه کې دفاع وزير لوید آستین او د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال مارک ميلي سره په دې اړه ناستې کړې وې. 

د نيويارک ټايمز د مالوماتو اړوند تر سپټمبر مياشتې پوري به ټول امريکايي او نور بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي؛ دا مهال وېش د تېر په څېر نه دی چې د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي په کمښت، د بين الافغاني خبرو پر وړاندې تګ او يا کومو نورو مسايلو پوري تړلی وي. 

له لوړپوړو امريکايي پوځيانو سره د جوبايډن ناسته کې د پوځ لوی درستيز جنرال مارک ميلي له ولسمشر پوښتي دي چې پر يو ځای د امريکايي ځواکونو وتل به غوره پرېکړه وي؟ خو له بلې خوا بيا دفاع وزير لوید آستین ولسمشر جوبايډن ته ډاډ ورکړی دی چې دی به د همدې کال تر سپټمبر مياشتې دغه چاره تر سره کړي او له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير به بشپړ کړي. 

له دې وړاندې که څه هم  د طالبانو او امريکا ترمنځ د دوحې هوکړې اړوند تر مې مياشتې د امريکايي ځواکونو د وتل ويل شوي وو، خو له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل په بېلا بېلو مسايلو، لکه د سولې خبرو وړاندې تګ، د تاوتريخوالي کمښت او نورو پسې مشروط شوي وو.