ولسمشر غني: موږ د ډار نه، د ټینګې ارادې خلک یوو

روهي (يوه نۍ/۲۹ د وري)، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار په چهار چنار ماڼۍ کې د شپږنیمو بجو غونډه کې د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شپاړسو منسوبینو ته د بریال دویمې درجې دولتي مډالونه ورکړل. نوموړي په ياده ناسته کې ويلي چې موږ د ډار نه، د ټینګې ارادې خلک یوو.

ولسمشر د شپږنیموغونډو لاسته راوړنې وستایلې وې ویل، تاسو د ګروپي مدیریت په نتیجه کې مثبت تغییرات راوستي، ظرفیت لرئ، دوام ورکړئ او زه ستاسو بشپړ ملاتړی یم.

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي، "زموږ لیدلوری ملي حاکمیت، جمهوریت، ولسواکي، اباد، ازاد او خپلواک افغانستان دی ، که طالبان په دې چوکاټ کې سوله کوي زموږ غېږ ورته پرانېستې ده او له هغه پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده. موږ د ډار نه، د ټینګې ارادې خلک یوو."