محقق:  طالبان په دې باور دي چې امريکا يې ماته کړي نو د حکومت ماتول ورته اسانه دي، خو داسې نه ده

روهي (يوه نۍ/۲۹ د وری)، په سياسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار او هزاره مشر محمد محقق وایي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته سياسي جريانونه له حکومته ملاتړ ته تياری لري. 

نوموړي ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ويلي دي چې په خپله دولت، د دولت په چوکاټ کې مخالف او يا هم موافق سياسي جريانونه که څه هم اوس له دولت ناراضه وسي، د طالبانو پر وړاندې به له حکومت دفاع او ملاتړ وکړي. 

محمد محقق په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "دلته عام و تام چمتووالی شته. هم دولت او هم په دولت کې د شاملو سیاسي جریانونو له‌خوا چې د اسلامي جمهوري نظام ملاتړ کوي، حتی که له حکومت څخه راضي هم نه‌وي ټول د دفاع لپاره پوره چمتووالی لري."

د ولسمشر دې سياسي او امنيتي مرستيال ويلي دي چې ښايي طالبان به راتلونکي يې جګړه تېزه کړي، ځکه طالبان دا  فکر کوي چې امريکا يې ماته کړې او بيا په اسانۍ سره کولی شي چې حکومت هم واګواښي او په پر وړاندې يې جګړه ورته اسانه ښکاري.