جلال اباد کې د تېر ماسخوتن خونړۍ پېښه 

روهي (يوه نۍ/۲۹ د وري)، تېر ماسخوتن د جلال اباد ښار سراچه علي خان،  نغلو په سیمه کې د تروايحو پر مهال د جومات دننه د شخصي تربګنۍ له امله شخړه شوې چې له امله يې د یوې کورنۍ اته غړ وژل شوي دي. 

د ننګرهار والي ضيا الحق امرخيل هم د پېښې پخلی کړی او پر خپل ټوېټر يې لېکلي دي، "تېر ماسخوتن، د جلال آباد ښار  ۹ مې ناحیې د نغلو سراچه عليخان په سیمه کې د تراویح پرمهال د حاجي عبدالوهاب په نوم د يو کس د  کورنۍ اته تنه، چې پنځه یې زامن او درې یې وریرونه دي په شخصي نښته کې وژل شوي. دغه پېښه د شخصي ځمکې پر سر د جنجال له امله رامنځ ته شوې."

نوموړي سيمې ته د امنيتي ځواکونو د ورتګ خبر ورکړی او ويلي دي چې په ټول توان هڅه کوي، ترڅو د دغه خونړۍ پېښې عاملين ونېسي او قانون به پرې پلی کړی.