حکمتيار: د هېواد اوسنی اساسي قانون دې وساتل شي 

روهي (نۍ/۲۸ د وري)، د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار نن ورځ کابل کې په يوې رسنيزې ناستې کې ويلي، چې امريکا له طالبانو سره د دوحې هوکړه ماته او د بې باورۍ فضا يې رامنځ ته کړه. 

نوموړي له طالبانو غوښتي دي چې که څه هم امريکا خپلې ژمنې ماتې کړې دي خو دوی (طالبان) دې د سولې بين الافغاني خبرو سره پرېکون نه کوي او غوره چې د استانبول ناسته کې طالبان برخه واخلي. 

حکمتيار له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده او ويلي دي چې دغه اوربند دې د ولسمشر غني په استعفا، له بهرنيو ځواکونو د شل کلنۍ جګړې د خصارې په اخېستو او يو شمېر نورو مسايلو پوري مشروط شي. 

ګلبدین حکمتيار د نن ورځې په خبري ناستې کې ويلي دي چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون باید وساتل شي او همدا ډول يو شمېر مهم بنسټونه دې پر ځای پاتې شي.