د افغانستان بانک: نوي بانک نوټونه وېشو چې د وړو پيسو ستونزه حل شي 

روهي (نۍ/۲۸ د وري). د افغانستان بانک وايي چې ژر به د کابل په شمول د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې کوچني بانک نوټونه وويشي، چې له لارې به يې د وړو پيسو ستونزه حل شي. 

د افغانستان بانک وياند عصمت کوهسار رسنيو ته ويلي دي چې دوی له وړاندې د وړو پيسو د وېش بهير پيل کړی دی او هره ورځ په دې برخه کې چټک کار کوي. 

د عصمت کوهسار په وينا چې د افغانستان بانک هره ورځ په مېلېونه زړې پيسې ټولوي او پر ځای يې نوې افغانۍ وېشي او همدا ډول د افغانستان بانک سوداګريزو بانکونو ته هم نوي بانک نوټونه سپارلي دي. 

له کالونو راهيسې د افغانستان په بازارونو کې د غټو او کوچنيو پيسو ستونزه حل شوې نه ده؛ په وړو پيسو د افغانيو د سلو، پنځوسوه او زور نوټونو بدل د کابل په شمول نورو ولايتونو کې يو سر درد دی.