مسکو لس امريکايي ډپلوماټان له خپلې خاورې شړلي او امريکايي سفير ته يې هم د وتلو وړانديز کړی

روهي (نۍ/۲۸ د وري)، وروسته له هغې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ واشنګټن د مسکو پر وړاندې يو شمېر تازه بنديزونه اعلان کړل، د امريکا او روسيې ډپلماټيکي اړيکې يې سره کړکېچنې کړې. 

تېره ورځ مسکو د امريکا د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې ۱۰ امریکايي ډیپلوماټان باید د روسیې له خاورې ووځي. همدا ډول د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي  لاوروف ويلي دي، چې په مسکو کې د امریکا سفیر د لنډې مودې لپاره خپل هېواد ته ولاړ شي.

روسيې دا خبرداری هم ورکړی دی چې د امريکا پر وړاندې به ورته بنديزونه ولګوي او يو شمېر امريکايي شرکتونه چې په روسيه کې فعاليت کوي، د بنديزونو په نوملړ کې به يې واچوي.