روهي (نۍ/۲۸ د وري)، د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون وياند ويلي دي چې ښايي امريکا په لنډمهاله ډول افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر ډېر کړي، ترڅو له دې لارې تر سپټمبر مياشتې د خپلو پوځيانو د وتلو بهير اسانه کړي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ونه غوښتل چې په دې اړه ډېر توضحیات ورکړي، خو دومره یې وویل چې امریکایي ځواکونه د اوس لپاره په بېلابېلو برخو کې له افغانستانه د ایستلو لپاره مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي وړاندې زياته کړې ده، "دا منطقي خبره ده چې یو څه لوژیستکي مرستو ته اړتیا شته، ښایي څه انجنیري مرستو ته، ښایي د محافظت لپاره یو څه ځواک ته اړتیا وي، خو په مؤقتي توګه، څو ډاډه شو چې په خوندي، منظم او اغېزمنه توګه پوځیان وباسو."
امريکا له طالبانو سره ژمنه کړې وه چې تر مې مياشتې به خپل پوځيان وباسي، خو امريکا ويلي چې د لوژيستکي ستونزو له امله د خپلو پوځيانو بهير تر سپټمبر مياشتې پوري بشپړوي.
وروستي