محقق: که طالبان جګړه پيل کړي پر وړاندې يې جنګيږم او ورته تياری لرم 

روهي (جمعه/۲۷ د وري)، په امنيتي او سياسي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق وايي چې که چېرې د بهرنيو پوځيانو په وتلو سره طالبان جګړه پيل کړي، نو دی يې پر وړاندې جنګيږي. 

د محقق په وينا چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو بې مسووليته وتل به ستونزې راپورته او د افغانستان په زيان به وي، خو بيا هم که چېرې طالبان جګړه ګرمه کړي، دی يې پر وړاندې دريږي. 

نوموړي وړاندې زياته کړې، "که طالبان سوله وکړي ، موږ به خوشاله شو. ځکه چې ورور وژنه به پای پيدا کړي. خو که دوی جګړه وکړي ، هیڅ څوک به په ساده ډول دوی ته صحنه نه پریږدي مونږ تياری لرو او پر وړاندې به يې وجنګيږو."

له بلې خوا افغان حکومت وايي چې که چېرې تر سېپټمبر مياشتې بهرني ځواکونه له افغانستان بهر شي، افغان ځواکونه دا وړتيا لري چې د هر ډول ګډوډۍ مخه ونېسي.