د سپينې ماڼۍ ويانده جن ساکي: که له افغانستان پوځيان هم وباسو، يوه سترګه نظر پرې ساتو 

روهي (جمعه/۲۷ د وري)، د سپينې ماڼۍ ويانده جن ساکي رسنيو ته ويلي دي چې د امريکا حکومت به وروسته له هغې چې له افغانستان خپل پوځيان وباسي، بيا به هم پر افغانستان څار کوي. 

د ميرمن جن ساکي په وينا چې د القاعده او نورو بنسټپالو ډلو د فعاليتونو د مخنيوي په پار د امريکا استخباراتي ادارې به د پوځيانو په نشتون کې پر افغانستان څار کوي. 

نوموړې دا ډاډ ورکړی دی چې د امريکا حکومت په اوس وخت کې دا وړتيا لري چې له لېرې هم افغانستان وڅاري او دلته د هغه هر احتمالي ګواښ مخه ونېسي، چې القاعده يا کومې نورې ډلې به يې رامنځ ته کوي.