مير رحمان رحماني: امريکايان دې نه وځي؛ مونږ لا ورته اړتيا لرو 

روهي (پنځه نۍ/۲۶ د وري)، د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر جوبايډن له هغې پرېکړې سره مخالفت ښوودلی دی چې په پايله کې به يې د پنځو مياشتو دننه ټول امريکايي ځواکونه له افغانستان وځي. 

مير رحمان رحماني ويلي دي چې د روان کال په سېپتمبر کې د امريکايي او ناټو ځواکونو وتل له وخت وړاندې پرېکړه ده او لا تر اوسه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ماموريت بشپړ شوی نه دی. 

د افغانستان د ولسي جرګې رئيس وايي چې امريکايي ځواکونه د ځانګړو موخو لپار راغلي وو، تر اوسه افغانستان کې جګړه ده او نشه يي توکو کارونه کمه شوې نه ده. 

نوموړي دا خبرداری هم ورکړی دی چې که چېرې سپټمبر  مياشت کې امريکايي ځواکونه افغانستان خوشی کړي، نو دا به بې مسووليته وتل وي او افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پېښدو سبب کيږي. 

د يادونې ده چې مير رحمان رحماني له ډېر اوږدو کالونو راهيسې له امريکايانو سره د تيلو او نورو برخو کې قراردادونه لري او له دې لارې يې ډېره شتمنۍ هم تر لاسه کړې ده.