بلخ کې هوايي بمبار طالبان او ولسي خلک وژلي 

روهي (پنځخه نۍ/۲۶ د وري)، د هېواد شمال بلخ ولايت کې امنيتي مسوولين وايي چې تېره شپه يې د دغه ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د هوايي بمبار په پايله کې اووه طالب وسله وال وژلي دي. 

د بلخ ولسوال محمد یونس ستانکزي بي بي سي ته ويلي، چې د ملي امنیت له لوري دوی ته ورکړل شوي لومړني معلومات ښيي چې په دغه برید کې اوه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او همدا راز دوه عام وګړي هم وژل شوي.

له بلې خوا د بلخ ولسوالۍ د حسن خېلو کلي ځايي اوسېدونکي او عيني شاهدان وايي چې بريد پر جومات او دوه کورونو شوی، چې د يوې ميرمنې په ګډون په کې دوه کسان وژل شوي او لس نور ولسي وګړي ټپيان شوي دي. 

د دې سیمې د جو مات امام مولوي نیک محمد بي بي سي ته وویل، د ولس پر کور بمبار شوی او حکومت ته تر عملیاتو مخکې پکار و چې اول یې پلټنه کړې وی:

"دولت باید دلته پوښتنه وکړي او د مشکوکو کسانو موندلو یا په نښه کولو کې ولسي وګړي ونه وژني. که زموږ دا غږ وانه ورېدل شي، موږ ددې ناروا کار پر وړاندې اقدام کوو".