پوليسو ته د کورنيو چارو وزير امر: پر جنايت کوونکو  او ترهګرو ډز وکړئ، زه مو ملاتړکوم 



د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات پرون شپه ناوخته مهال د ارغندې دروازې او پغمان ولسوالۍ د پولیسو له موظفینو سره وکتل او د یادو ځواکونو د کړنو د راپور د اورېدنې سربېره یې د دې سیمو امنیتي وضعیت له نږدې وارزوه.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د امنیت د ټینګښت په برخه کې د پغمان ولسوالۍ او ارغندې دروازې د پولیسو موظفینو هڅې وستایلې او دوی ته یې لارښوونه وکړه، څو د جنایتکارو او ترهګرو ډلو پر وړاندې قانوني جدي چلند ترسره کړي.

نوموړي یادو منسوبینو ته په ټینګار سره وویل، چې که چېرې د ترهګرو او جنایتکارو ډلو له لوري خلکو او یا هم د پولیسو منسوبینو ته کوم ګواښ متوجه وي، په دې صورت کې دوی د جدي اقدام حتا ډزو حق لري او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه به یې په کلکه ملاتړ وکړي.


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ