بلنکېن ته د جنرال باجوه ډاډ: مونږ افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په ملکيت د سولې ملاتړ کوو 

روهي (پنځه نۍ/۲۶ د وري)، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه او د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکېن سره ټيلفوني خبرې کړې؟ 

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دې اړيکه کې جنرال باجوه بلنکېن ته ډاډ ورکړی دی چې پاکستان به افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او ملکيت د سولې خبرو ملاتړ وکړي. 

دغه اړيکه کې له افغانستان وراېخوا د سيمې په امنيت کې هم د پاکستان رول مهم ګنل شوی دی او په راتلونکې کې د پاکستان او امريکا پر ګډو ګتو خبرې شوې دي.