رويټرز: امريکا نن پر روسيې تازه بندېزونه لګوي 

روهي (پنځه نۍ/۲۶ د وري)، رويټرز رسنۍ د خبر له مخي ويل شوي دي چې ښايي نن ورځ سپنه ماڼۍ د مسکو پر وړاندې يو شمېر تازه بنديزونه اعلان کړي. د رويټرز د راپور له مخې واک ته د ولسمشر جوبايډن په رسېدو سره به د امريکا له خوا پر روسيې دا د بندېزونو لومړی اعلان وي. 

رويټرز راپور ورکړی دی چې د بندېزونو په دې ډله کې به له امريکا د لسو روسانو اجباري وتل او همدا ډول ديرش روسي شرکتونه په تور نوملړ کې شامل کړی شي. 

که څه هم سپنې ماڼۍ او د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو شنونکي وايي چې که چېرې امريکا ياد بنديزونه پلي کړي، نو د روسيې او امريکا اړيکې به د تېر په پرتله ډېرې سره کړکېچنې شي. 

امريکا دا پرېکړه وروسته له هغې کوي، چې تېر کال په دسمبر مياشت  کې د امريکا پر يو شمېر انټرنېټي شرکتونو سايبري بريدونه وشول او انګېرنه داسې ده، چې ياد بريدونه د روسيې له خوا تر سره شوي.