ولسمشرۍ ماڼۍ: مونږ د ولسمشر جوبايډن وروستۍ پرېکړې ته درناوی کوو

ولسمشرۍ ماڼۍ تر سپټمبر ميیاشتې پوري له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو مهال وېش هرکړی دی او دې برخه کې د ولسمشر جوبايډن پرېکړه يې ستايلې ده. 

په دې اه د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي  دي، "د افغانستان اسلامي جمهوریت د متحده الایاتو د جمهوررئيس ښاغلي جوباېډن د هغې پرېکړې درناوی کوي چې له مخې به یې د روان کال تر سپتمبر میاشت پورې د هغه هیواد ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. افغان دولت به د دغه پروسې په ترسره کېدو کې لازمه همکاري وکړي. 
د ۲۰۲۰ کال په فېبرورۍ کې د متحده ایالاتو او طالبانو له هوکړې راهیسې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه زیاتره عملیات په مستقلانه توګه ترسره کوي او د خپلو خلکو او هیواد ساتنه کوي. زموږ ځواکونه د اوسنیو ګواښونو پر وړاندې د هیواد د ساتنې وړتیا لري. یو وار بیا ټينګار کوو چې د سولې روانه پروسه هم د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو نتیجه ده او افغان ولس د دوی د قربانیو منندوی دی." 

د ارګ د خبرپاڼې په بلې برخې کې ويل شوي دي، "په عین وخت کې ډاډ راکړل شوی چې د متحده ايالاتو او نورو متحدینو له لوري به د افغانستان له حکومت سره د افغان ځواکونو ملاتړ او بشري او پراختیايي مرستې دوام ومومي. د افغانستان اسلامي جمهوریت، متحده ایالات او نور متحدین به د مناسباتو د نوي پړاو او خصوصاً د سولې پروسې چټکولو په برخه کې په جزیاتو خبرې اترې وکړي."

له ولسمشرۍ ماڼۍ وراېخوا د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله هبدالله هم ويلي دي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل په دې مانا دي چې نړيواله ټولنه به افغانستان سره خپلې مرستې غوڅې کړي.