روهي (پنځه نۍ/۲۶ د وري)، له افغانستانه د امريکايي او بهرنيو ځواکونو په وتلو سره د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې يې يا سي ای اې افغانستان کې د ستر ګواښ او خطر د پېښېدو خبرداری ورکړی دی.
د سي ای اې مشر ویلیم برنز، د ولسمشر بایډن له لوري د ځواکونو د ایستلو تر اعلان څو ساعته وړاندې د امریکا د مشرانو جرګې استخباراتي کمېټې ته وویل، کله چې امریکايي او ائتلافي ځواکونه له افغانستانه ووځي، ستر خطر به رامنځته شي.
د سي ای اې مشر په دې اړه نور ډېر مالومات نه دي ورکړي چې که چېرې امريکايي ځواکونه له افغانستان ووځي، نو دغه هېواد به له کوم وضعيت سره مخ شي.
له بلې خوا افغان حکومت ډاډ ورکوي چې د سپټمبر مياشتې وروسته چې ناټو او امريکايي ځواکونه له افغانستان ووځي، افغان امنيتي ځواکونه به دا وړتيا ولري، چې له افغانستانه دفاع او ساتنه وکړي.
وروستي