طالبانو افغانستان کې بهرنيو ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان ووځي 

روهي (پنځه نۍ/۲۶  د وري)، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي، چې ناټو او امريکايي ځواکونه بايد د دوحې هوکړې اړوند پر ټاکلې نېتې له افغانستانه ووځي. 

نوموړي خبرداری ورکړی دی چې که چېرې بهرني ځواکونه پر ټاکلې نېټې بهر نه شي نو افغانستان کې به وضعيت خراب شي او مسووليت به يې هم د غه چا پر غاړه وي، چې د دوحې د سولې هوکړه ليک يې مات کړی. 

دا غبرګون وروسته له هغې ښوودل کيږي چې ولسمشر جوبايډن تېره ورځ تر سپمتبر مياشتې پوري افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدلو وويل او زیاته کړې يې ده چې د سپټمبر مياشتې تر ۱۱ نېټې به له افغانستان خپل ټول پوځيان وباسي. 

جوبايدڼ په دې اړه تېره ماښام له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم ټيليفوني خبرې کړې دي او ولسمشرۍ ماڼۍ د متحدو ايالتو د دغه پرېکړې هرکلی کړی دی.