د ولسي جرګې اندېښنه: که چېرې امريکايي ځواکونه بهر شي؛ افغانستان کې د خونړۍ کورنۍ جګړې شونتيا شته 

روهي (څلورنۍ/۲۵ د وري)، د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې نن ورځ له افغانستانه د امريکايي ځواکونو پر وتلو بحث او خبرې وشوې. وکيلانو به لويه کې د بهرنيو ځواکونو وتل ښه ګام بللی خو ټېنګار يې پر دې وو، چې دغه وتل بايد مسوولانه وي. 

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د جرګې رئیس مير رحمان رحماني ويلي دي چې که چېرې امريکايي ځواکونه افغانستان په همدې اوسني وضعيت کې پرېږدي، نو د کورنۍ جګړې د پېښدو شونتيا شته. 

رحماني ويلي دي چې امريکا ځواکونو په دې پار افغانستان ته راغلي وو، چې دلته به ترهګر او وسله ځپي او همدا ډول د نشه يي توکو مخه به نيسي، خو د شلو کالونو په تېرېدو يې نه افغانستان کې جګړه پای ته ورسوله او نه هم د نشه يي توکو کښت کې کوم کمی راغلی دی. 

د ولسي جرګې ډېری نورو غړو هم دا نيوکې کړې چې امريکا له افغانستانه په داسې  وضعيت کې وځي، چې افغان ځواکونه په بشپړ ډول پر ځان بسيا نه دي او په ځانګړي ډول د هوايي ځواک په برخه کې لا ملاتړ ته اړتيا لري.