بريتانيا خپل پوځيان باسي؛ کابل کې د مارشال قسيم فهيم پوهنتون مسووليت چې د دوی پر غاړه وو، افغان حکومت ته سپاري 

روهي (څلورنۍ/۲۵ د وري)، د انګستان د ټايمز ورځيانې اړوند ويل شوي دي چې په راتلونکو څو مياشتو کې به انګلستان خپل پوځيان چې اوس مهال افغانستان کې د افغان پوځيانو په روزنه بوخت دي، له افغانستان وباسي. 

د دغه رسنۍ د مالوماتو اړوند د انګلستان حکومت يو طرحه برابره کړې ده چې له لارې به يې د حربي پوهنتون يا د مارشال محمد قسيم پوهتون د روزنې او ملاتړ چارې هم افغان حکومت ته وسپاري. 

افغانستان کې ۷۵۰ بريتانياوي سرتير شتون لري، خو دوی سره د امريکايي ځواکونو نه همکاري سبب شوې ده، بريتانياوي ځواکونه افغانستان کې له ستونزو سره مخ شي. 

له بلې خوا ټاکل شوې ده چې نن ورځ به د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر جوبايډن له افغانستانه د خپلو پوځيانو د وتلو کره نېټه اعلان کړي او ويل شوي دي، چې د سپټمبر مياشتې تر ۱۱مې نېټې به ټول امريکايي ځواکونه بهر شي. 

په ورته وخت کې د فرانسې او المان دفاع وزيرانو اعلان کړی دی، چې په نېږدې څو مياشتو کې به له افغانستانه خپل ټول پوځيان چې د ناټو په چوکاټ کې چوپړ کوي، بهر کړي.