هرات کې صحرايي محکمه؛ ولې دا ميرمن په دورو وهل شوې؟

روهي (درې نۍ/۲۵ د‌ وري)، له تیرو څو ورځو راهيسي پر ټولنيزو رسنيو هغه وېډيو لاس په لاس کيږي چې يوې ځوانې ښځې ته په کې سزا ورکول کېږي. 

که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ويل کيږي ياده جینۍ څو ورځې وړاندې د هرات ولايت په اوبه ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا وهل او ټکول شوې ده. 

تر اوسه دا نه دي ويلي شوي چې ددغه جینۍ ولې وهل شوې، نه دهرات ولايتي مسوولينو او نه هم طالبانو په دې اړه مالومات ورکړي.