د ذوالفقار اميد په نوم د يو هزاره له خوا ملېشې جوړول او د ولسمشر د سلاکار شاه حسين مرتضوي غبرګون 

روهي (څلورنۍ/۲۵ د وري)، د ذوالفقار اميد په نوم يو هزاره چې د افغانستان د پراختيا او کار په نوم د يو سياسي ګوند مشري هم کوي، تازه يې دايکنډي ولايت کې وسله وال کسان راټول او د ملېشه وو په ډول يې چمتو کړي دي. 

دغه هزاره ويلي دي چې دغه چريکي کسان يې په ښې بڼې روزلي دي او د باميان او دايګنډي ولايت پر پولې قرار لري چې دوی به د هزاره ګانو پر وړاندې د تعبيض پر وړاندې جګړه کوي. 

د والفقار اميد دغه کار له غبرګونونو سره مخ شوی دی او ويل شوي دي چې دا ډول کړنې په څرګنده د هېواد د اساسي قانون تر پښو لاندې کول دي. 

د ولسمشر سلاکار شاه حسين مرتضوي هم دغه ډول کارونه غير قانوني بللي دي او ويلي دي چې د ذوالفقار اميد په څېر دغه ډول کسان په بهر کې د يو شمېر شتمنو کسانو د پيسو د جذب لپاره دا ډول حرکتونه کوي او مالي موخې لري. 

مرتضوي ويلي دي چې که چېرې ذوالفقار اميد  له دې ډول کارونه لاس په سر نه شي، نو سيمه کې به د جګړې سبب شي، او ښايي چې د کورنيو جګړو تجربه بيا تکرار شي.