واشنګټن پوسټ: تر شپږو مياشتو ټول امريکايي ځواکونه له افغانستانه وځي 

روهي (درې نۍ/۲۴ د وري)، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له يو شمېر امريکايي چارواکو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې د همدې کال تر سپټمبر يانې شپږ مياشتې وروسته به ټول بهرني او امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي. 

دغه ورځپاڼې لېکلي دي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير به څو مياشتې وروسته پيل شي او د متحدو ايالو ولسمشر جوبايډن پلان لري چې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر مياشتې تر ۱۱ نېټې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱ يا يا پر امريکا د القاعده د بريد سره برابره ده دغه بهير بشپړ کړي. 

د واشنګټن پوسټ د مالوماتو پر اساس ويل شوي دي چې ټاکل شوې ده چې سبا به ولسمشر جوبايډن دغه پرېکړه په رسمي ډول اعلان او رسنيو سره به يې شريکه کړي. 

که چېرې د جوبايډن دغه پرېکړه پلې شي، نو د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر مهال د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه هم تر پښو لاندې کيږي، کومه کې چې د ۲۰۲۱ کال تر مې مياشتې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو ويل شوي. 

اوس مهال افغانستان کې اته زره بهرني سرتيري د ناټو په چوکاټ کې او همدا ډول ۲۵۰۰ امريکايي پوځيان شتون لري. طالبانو له وړاندې خبرداری ورکړی دی، چې که چېرې پر ټاکلې نېټې بهرني ځواکونه له افغانستان ونه ځي، نو ستره جګړه به پيل چې مسووليت به يې هم د واشنګټن پر ​غاړه وي.