قانوني: استانبول ناسته کې د ګډونوالو رسنيز شوی نوملړ نه راته د منلو نه دی 

روهي (درې نۍ/۲۴ د وري)، د ولسمشر پخوانی لومړی مرستيال محمد يونس قانوني وايي چې هغه نوملړ چې رسنيز شوی دی او په ګوته کوي چې د استانبول کنفرانس د ګډونوالو دی، ورته د منلو نه دی. 

قانوني وايي چې داسې يو پلاوی چې يوازې حکومتي کسان په کې وي، ورته د منلو نه دی او همدا ډول د سياسي ګوندونو له استازو پرته پلاوی به د استانبول ناستې د ماتې سبب او بې پايلې کېدو سبب شي. 

نوموړي همدا ډول د مصالحې عالي شورا په چوکاټ کې له هغې طرحې ملاتړ کړی چې د ده په رياست توحيد او وروستۍ شوې، خو له بلې خوا د ولسمشر دويم مرستيال ياده طرحه نېمګړې بللې ده.