د مجرم په ډزو د تخار امنيت امر (محمدابراهیم دوراندیش) ووژل شو 

روهي (درې نۍ/۲۴ د وري)، د تخار د پوليسو وياند خليل اسير رسنيو ته تائيد کړې ده چې د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ امنيت امر محمدابراهیم دوراندیش تېر شپه په يو بريد کې وژل شوی دی

د اسير پ وينا چې محمدابراهیم دوراندیش د تخار مرکز تالقان ښار کې تېر شپه نېږدې يوولس نیمې بجې د نېونې عمليات کول، چې د مجرم په ډزو امنيت امر محمدابراهیم دوراندیش لومړی ټپی او وروستی يې روغتون کې ساه ورکړي. 

د تخار د پوليسو وياند ويلي دي چې له دې پېښه وروسته مجرم هم د پولیسو په ډزو وژل شوی دی. د دغه پېښې په تړاو يو جينۍ او يوه ميرمن نېولې شوې، خو په اړه يې ډېر مالومات نه دي ورکړل شوي.