صالح: د استانبول کنفرانس په ۲۰۰۱ کال کې د بُن له کنفرانس سره هېڅ ورته والی نه لري 

روهي (دوه نۍ/۲۳ د وري)، د ولسمشر لومړۍ مرستيال امرالله صالح وايي چې د افغان سولې په اړه ترکيه کې د استانبول کنفرانس، له هغه کنفرانس سره چې په ۲۰۰۱ کال کې په جرمني کې جوړ شوی او د بُن کنفرانس په نوم وو، هېڅ ورته والی نه لري. 

د ولسمشر لومړي مرستيال  امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د استانبول کنفرانس يوازې په دې پار دی، چې د جګړې فضا د خبرو او پوهې فضا ته بدل شي. 

نوموړي ويلي دي چې هېڅ اندېښنې ته اړتيا نشته او د هېواد په هېڅ ګوټ کې به ګډوډي رامنځ ته رانه شي او همدا ډول د افغانستان برخليک به لويه جرګه او ټاکنې ټاکي.