روهي (دوه نۍ/۲۳ د وري)، طالبان وايي چې د دوی د مشرانو ترمنځ د استانبول ناسته کې د ګډون د څرنګوالي او همدا ډول دوی ته د امريکا له خوا د سپارلې شوې اجندا پر سر خبرې روانې دي.
د طالبانو د وياند په وينا چې که چېرې د ترکيې په کوربتوب د استانبول ناسته د اپريل په ۱۶ مه نېټه تر سره شي نو طالبان به په کې ګډون ونه کړي.
که څه هم تر اوسه د استانبول ناستې کره نېټه نه ده څرګنده خو ويل کيږي چې دغه ناسته به د ملګرو ملتونو په مشرۍ د همدې اپريل مياشتې په ۱۶ نېټه تر سره شي.
وروستي