ولسي جرګه کې د بدخشان استازې نيلوفر: دا سمه نه ده چې د استانبول ناستې ۹۰ سلنه غړيی پښتانه وسي 

روهي (دوه نۍ/۲۳ د وري)، د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د ترکيې په کوربتوب د استانبول کنفرانس کې د جمهوريت د ګډونوال رسنيز شوی نوملړ جنجالي او پرې بحثونه شوي. 

يو شمېر وکيلان وايي چې دغه نوملړ کې قومي تعادل په پام کې نه دی نېول شوی او يو قوم ته په کې ډېره برخه ورکړل شوې ده. 

د نيلوفر ابراهيمي په نوم ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې ويلي دي، چې دا سمه نه ده چې هم د استانبول ناستې ته نوي سلنه پښتانه لاړ شي او هم د حکومت په مرکچي پلاوي کې پښتانه اکثريت وي. 

د دې جرګې بل غړي خان اغا رضايي هم وویل چي د استانبول غونډه کې د حکومت پلاوي کې د قامونو ترکیب په پام کې نه دی نیول شوی او نه ولسي جرګه پام کې نیول شوې ده. 

د استانبول ناستې لومړنی نوملړ چې تر اوسه رسمي نه دی تائيد شوی، لاندې کسان په کې شامل دي: 
 د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامدکرزی، جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف، محمد يونس قانوني، عطا محمد نور، حمد الله محب، محمد حنيف اتمر، سيد حامد ګيلاني، عبدالرشيد دوستم، ګلبدين حکمتيار، محمد محقق، محمد کريم خليلي، صلاح الدين رباني، معصوم ستانکزی، سلام رحيمي، حبيبه سرابي، فوزيه کوفي، فاطمه ګيلاني او حاجي دين محمد به دغه برخه کې ګډون کوي.