لومړنی نوملړ، ترکيه ناسته کې د حکومت په استازېتوب دغه ۱۹  کسان برخه اخلي 

روهي (يوه نۍ/۲۲ د وري)، ځينو رسنيو هغه نوملړ تر لاسه کړی دی چې د افغان سولې په اړه د ترکيې په استانبول کې د راتلونکې ناسته کې د ګډون په پار د افغانستان د حکومت له خوا د ګډون کوونکو نومونه په کې راغلي  دي. 

لومړنی نوملړ ښايي چې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامدکرزی، جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف، محمد يونس قانوني، عطا محمد نور، حمد الله محب، محمد حنيف اتمر، سيد حامد ګيلاني، عبدالرشيد دوستم، ګلبدين حکمتيار، محمد محقق، محمد کريم خليلي، صلاح الدين رباني، معصوم ستانکزی، سلام رحيمي، حبيبه سرابي، فوزيه کوفي، فاطمه ګيلاني او حاجي دين محمد به دغه برخه کې ګډون کوي. 

ټاکل شوې ده چې حکومت به په نېږدې وخت کې دغه نوملړ ملګرو ملتونو، قطر او د ترکيې هېوادونو ته وسپاري.