زاخيلوال: که ولسمشر استعفا ورکړي نو سوله او ټاکنې شونې دي 

روهي (يوه نۍ/۲۲ د وري)، د ماليې پخوانی وزير چې اوس مهال د افغانستان د ژغورنې په نوم د يو سياسي خوځښت مشري کوي، تور پوري کوي چې ولسمشر د سولې خبرو پر وړاندې خنډ دی. 

دی چې نن يې هرات کې د خپل سياسي بهير پرانېسته کوله ويلي دي چې که چېرې ولسمشر غني استعفا ورکړي نو بيا ټاکنې شونې دي خو غني بايد د اساسي قانون اړوند ټاکنو ته ځان نوماند نه کړي. 

زاخېلوال چې د ولسمشر غني د حکومت په لومړۍ دوره کې د يو لنډ وخت لپاره ماليې وزير او بيا پاکستان کې د افغانستان سفير شو، د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې طرحه د سولې پر وړاندې خنډ بولي. 

زاخېلوال وايي چې په تېرو دوه نيمو کالونو کې د سولې ښه فرصتونه رامنځ ته شوي وو، خو له جمهوريته دفاع، له اساسي قانونه ملاتړ او په دې ډول نورو شعارونو له منځه لاړ.