ولسمشر غني: د بهرنيانو په پرتله د سولې لپاره غوره طرحه لرم؛ بېړه مه کوئ 

روهي (يوه نۍ/۲۲ دوري)، نن ورځ د ولسمشر د لومړي مرستيال امرالله صالح په شتون کې د ولسي جرګې د غړي امان الله ګذر له خوا د کابل د کوهدامن خلکو ناسته رابلل شوې وه چې له جمهوريت او ملي امنيتي ځواکونو په ملاتړ وه. 

دغه ناستې ته ولسمشر محمد اشرف غني هم  وېډيويي پيغام لېږلی او په کې ويلي وو چې د بهرنيانو په پرتله دی د سولې لپاره ډېره ښه او غوره طرحه لري خو بايد بېړه ونه شي. 

ولسمشر غني ويلي دي چې سولې ته د رسېدو لپاره لومړی بايد د سولې يو حکومت جوړ شي، لويه جرګه را وغوښتل شي او بيا ټاکنې وشي، چې دی به د يادو ټاکنو لپاره نوماند نه وي. 

محمد اشرف غني دا هم ويلي دي چې د ټولو چارو مشروعيت په اساسي قانون کې دی، له جګړې سولې ته لار هم بايد د هېواد په اساسي قانون تېره شي. 

دغه ناستې ته د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح هم خبرې کړې او ويلي دي چې ښايي همدا اوونۍ د ترکيې ناسته تر سره شي او تياري ورته نېول شوي دي.