استانبول ناسته کې دغه نهه مسايل شامل دي؛ دغه نهه مسايل د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ته هم سپارل شوي


روهي (يوه نۍ/۲۲ د وري)، رسنیو هغه هغه اجنډا تر لاسه کړې ده چې د ترکيې ناسته کې پر خبرې کيږي. دغه اجنډا دوحه کې د حکومت او طالبانو پلاوو سره هم شریکه شوې ده. 
 
۱- تل پاتې اوربند؛
۲- له تورونو پرته د سولې لپاره ګډ کار؛ 
۳- د انتقالي ادارې جوړول؛
۴- له تعبيض پرته د ټولو افغانانو مساوي حقوق؛
۵- د بشري حقونو ملاتړ او ګډ ژوند؛ 
۶- د پرمختيايي پروژو پلي کول او بهرنیو مرسته رسوونکو ته د فعالیت زمینه برابرول؛
۷- له نړيوالو سازمانونو او د نړۍ هېوادونو سره د افغانستان ښې اړیکې؛ داسې افغانستان چې نړۍ ته ګواښ نه وي؛
۸- د ټاکنو له لارې د افغانستان د راتلونکي نظام ټاکل؛ 
۹- د اسلامي اصولو اړوند سیاسي مشارکت. 
 
تر اوسه افغان حکومت او طالبانو د دغه اجنډا او ذکر شوي مسايلو په اړه څه نه دي ويلي.