ملي امنيت شورا: په هېواد کې د يوې کيلۍ موټرو پر ګرځولو بنديز ولګېد

روهي (يوه نۍ/۲۲ د وري)، د ملي امنيت شورا په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې له دې وروسته به د يوې ليکۍ لرونکي موټر د تګ - راتګ اجازه ونه لري. 

 د ملي امنيت شورا په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشري د لوړپوړو امنيتي مقاماتو په جلسه کې چې د ماليې وزارت سرپرست خالد پاينده هم ورته را بلل شوی و، په افغانستان کې له وري مياشتې وروسته د يوې کيلۍ د موټرو د ګرځولو په هکله پرېکړه وشوه.

په دې جلسه کې وويل شول، نور به په هېواد کې د يک کليده موټرو د هر ډول وارداتو په هکله جدي څارنه کېږي او د قانوني اسنادو د ورکړې په برخه کې به اسانتياوې را منځ ته شي.

د ماليې وزارت له لوري د وضع شوي طرزالعمل له مخې به د وري د مياشتې تر تېرېدو وروسته د دغو موټرو ګرځول قانوني اجازه و نه لري. همدا راز له مخدره موادو سره د اغېزناکې مبارزې په تړاو بحث او پرېکړې شوې."