د پاکستان کراچۍ کې څلورو کسانو پر يوې ۱۳ کلنې جينۍ ډله ييز جنسي تېری کړی او د هغې وېډيويې اخېستي 

روهي (يوه نۍ/۲۲ د وري)، پاکستان کې د کراچۍ ښار پوليس وايي چې هغه څلور کسان يې نېولي دي چې پر يوې ۱۳ کلنې جينۍ يې ډله ييز تيری کړی وو او همدا ډول يې د خپلې دغه کړنې وېډيديي اخېستې وه. 

پوليسو ويلي دي چې د جنسي تيري دغه پېښه په تېرې جنورۍ مياشت کې شوې ده، خو له رسنيزو کېدو وروسته يې پوليسو د مجرمينو د نېونې هڅې پيل او له ښه مرغه دوی يې نېولي دي. 

پوليسو ويلي دي چې تيري کوونکو په يو خالي کور کې پر يادې جينۍ جنسي تيری کړی او په دې پار چې راتلونکې کې يې دغه قرباني شوې جينۍ د دوی غوښتنې ومني، وېډيويي هم ترې اخېستي.