مهدي: د استانبول ناسته ته د سياسي ګوندونو طرحه کې د جمهوريت، امارت او فدرالي نظام غوښتنه کوو 

روهي (يوه نۍ/۲۲ د وري)، د جمعيت ګوند او سياسي ګوندونو کمېټې غړی محي الدين مهدي وايي چې سياسي ګوندونه د اپوزېسيون په ډول د استانبول ناسته کې ګډون کوي او جلا طرحه وړاندې کوي. 

محي الدين مهدي ويلي دي چې د سياسي ګوندونو په طرحه کې د جمهوريت او امارت د نظامونو ترڅنګ د غير متمرکز حکومت يا فدرالي نظام طرحه هم شامله ده. 

د جمعيت ګوند دغه غړی وايي چې تر اوسه افغانستان کې متمرکز نظام کومه غوره پايله نه ده ورکړي او دوی هڅه کوي چې دا ځلې فدرالي نظام افغانستان کې تجربه شي.