خليلزاد او ولسمشر غني تېره ورځ دوه لېدنې کړې 

روهي (يوه نۍ/۲۲ د وري)، د افغان سولې لپاره د متحدو ايالتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد تېره ورځ کابل ته راغی چې له ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره يې وکتل. 

زلمي خليلزاد لومړۍ له ولسمشر غني سره دوه په دوه لېدنه کړې او دويمه لېدنه يې د ولسمشر غني د مرستيالانو په شتون کې کړې. دويمه ناسته کې تر ډېره د ترکيې په ناستې خبرې شوې دي. 

د عبدالله عبدالله دفتر ويلي دي چې د خليلزاد او عبدالله عبدالله ترمنځ لېدنه کې خليلزاد له ډاکټر عبدالله عبدالله غوښتي دي چې نړۍ دا تمه لري چې افغانستان د استانبول په ناسته کې يوه واحده طرحه وړاندې کړي.