حکمتيار، دوستم، احدي، خليلي، رباني او ګيلاني د استانبول ناستې له حکومت جدا طرحه وړاندې کوي

روهي (يوه نۍ/۲۲ د وري)، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي، د صلاح الدين رباني په مشرۍ جمعيت ګوند، د محمد کريم خليلي په مشرۍ د اسلامي يووالي ګوند، د عبدالرشيد دوستم په مشرۍ جنبش ګوند، د انور الحق احدي په مشرۍ افغان ملت ګوند او د پير سيد حامد ګيلاني په مشرۍ ملي محاذ ګوند د استانبول ناستې ته جدا طرحه وړاندې کوي. 

د حزب اسلامي ګوند غړی همايون جرير وايي چې د سياسي ګوندونو کمېټې له تېرو دوه مياشتې په يادې طرحې کار کړی او د اپوزېسيون په ډول به يې د ترکيې په ناسته کې وړاندې کړي. 

د جمعيت ګوند غړی محی الدين مهدي وايي چې ياده طرحه کې د جمهوريت او امارت نظامونو ترڅنګ غير متمرکز فدرالي نظام هم وړاندې شوی دی. 

له بلې خوا زلمي خليلزاد تېره ورځ له ډاکټر عبدالله عبدالله غوښتي دي چې د نړيوالې ټولنې هيله دا ده چې افغانستان به د استانبول ناستې ته يوه واحده طرحه وړاندې کړي.