ولسمشر غني له زلمي خليلزاد سره وکتل 

روهي (نۍ/۲۱ د وري)، د افغان سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتو ځانکړی استازی زلمي خليلزاد نن کابل ته راغلی، له ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼې کې ويل شوي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې بهیر د انکشافاتو او په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه بحث او خبرې وکړې."

 له بلې خوا د ډاکټر عبدالله عبدالله دفتر هم رسنيو ته ويلي دي چې زلمي خليلزاد او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د استانبول د ناستې په اړه سره خبرې کړې.