روغتيا وزارت: د کرونا ويروس نوې بڼه چې په (انګلېسي ويروس) مشهوره ده افغانستان کې خپاره شوې 

روهي (نۍ/۲۱ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت خبرداری ورکړی دی چې هېواد کې د کرونا ويروس يوه بله نوې بڼه خپاره شوې ده؛ دغه بڼه د انګلېسي ويروس په نوم ده. 

د عامې روغتيا وزارت وياند غلام دستګير نظري رسنيو ته ويلي دي چې د دغه نوي ويروس څو پېښې د هېواد په ختځيو ولايتونو کې ثبت شوې دي. نوموړي دا هم ويلي دي چې  د تېرو اوونۍ په پرتله په دې وروستيو کې د دغه بڼې ډېرې پېښې ثبت شوې دي. 

عامې روغتيا وزارت يو ځل بيا د روغتيايي لارښوونو د پلي کېدو ويلي دي او اندېښنه ښيي چې ښايي د انګلېسي ويروس د ککړو کسانو شمېر له هغوی پورته وی چې ثبت شوي دي.