خليلزاد بيا کابل ته راغلی؛ دا ځلي سفر کې ډېری د استانبول په ناستې خبرې کوي

روهي (نۍ/۲۱ د وري)، د افغان سولې لپاره د متحدو ايالتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته راغلی او د استانبول ناستې په اړه يې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي. 

د ډاکټر عبدالله عبدالله دفتر رسنيو ته ويلي دي چې دې لېدنه کې د سولې بهير کې د شوي پرمختګونو او همدا ډول د ترکيې په کوربتوب د استانبول ناستې په اړه خبرې شوې دي. 

همدا ډول ويل شوي دي چې زلمي خليلزاد په يوې بلې لېدنې کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې کتلي دي. د خليلزا دا ځلي سفر تر ډېره د استانبول ناستې په اړه دی.